د چنګاښ ۳۱/۱۳۸۹
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ښاغلی جارالله "منصوری" د چنګاښ په ۳۱ نیټه د خصوصی شرکتونو سره د ۹ ټولګټو پروژو سندونه لاسلیک کړل
په نوموړو پروژو کې د کنړونو، زابل او خوست په ولایتونو کې د څښاک د روغتیایې اوبو د شپږو پروژو جوړول، د دایکندی ولایت د شهرستان ولسوالۍ د جنګلک په کلې کې د وسپنې کانکریټې ۴۸ متره پل جوړول، د جوزجان ولایت د مردیان په ولسوالۍ کې د یوی کلتوری او فرهنګې مجتمع او د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د ګنج پشه یې په کلې د مایکرو هایدرو پاور د شبکې ودانول شامل دې چې په ټولېزه توګه د شاوخوا ۶۰ ملیونه افغانیو په لګښت د یو کال څخه په لږه موده کې تطبیق کیږې او له ګټو څخه یې په ټولیز ډول څه باندې ۳ زره کلېوالې کورنۍ برخمنې کیږې.
د پورته ۷ پروژو لګښت د مالیې وزارت له خوا او د دوه نورو پروژو د هندوستان هیواد له لوری تمویل شوې او د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه یېزې پراختیا او ساحوی انسجام د ملی پروګرامونو له لاری تطبیق او عملی کېږې.
ښاغلې "منصوری" د نوموړو تړونونو پرمهال د دغه راز پروژو تطبیق د کلیوالې خلکو د روغتیا سلامتۍ او هوسا ژوند د بهبود په موخه اغیزمن وباله او د خصوصی شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د پروژو د معیارې او ستندرد تطبیق په برخه کې چې د خلکو ملکیت ګڼل کیږې ډیره پاملرنه وکړي.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ ۲۷/۱۳۸۹
د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار په شاوخوا سیمو کې د ۵۸ سیمه ییزو پراختیایې شوراګانو، ۷۹ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په نوموړو پروژو کې د څاګانو د کیندلو او د چینو څخه د څښاک د اوبو د لیږدولو ۱۶او د اوبو لګولو ۱۹ شبکې، د لمریزې بریښنا ۷ پروژې، د پلګوټو او د واټ د غاړو د لښتیو د کیندلو په ګډون د سړک ۱۳ پروژې، د اوبو د بریښنا د یوې کوچنۍ دستګاه جوړول، د ښاری بریښنا د ۵ پروژو غځول، په بیلابیلو اوږدوالو سره د ۵ ټولنیزو مرکزونو او ۵ استنادی دیوالونو، د اوبو د یو زیرمتون او یو حمام، د سیمې د ځوانانو او ښځو لپاره د ګنډلو د یو کورس او د کمپیوتر د زده کړی د یو کورس جوړول شامل دې چې د هغو ۶۷ ملیونه ۲۸۰ زره افغانۍ لګښت د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه تمویل او د نوموړې وزارت د ملې پیوستون پروګرام له لاری د سیمه ییزو پراختیایې شوراګانو په مرستې بشپړې شوې دې.
د نوموړو پروژو په تطبیق سره د ۱۳۰۵۴ کلېوالې کورنېو لپاره، سړک او د ښار ټولنیزو مرکزو نو ته د لاس رسې او ګاونډیو کلیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوې دې .
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ ۲۱/۱۳۸۹
د ملې پیوستون پروګرام ۶ پروژې د میدان وردک په ولایت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په نوموړو پروژو کې، د تورخیلو په کلې کې د ۱۳۲ متره مکعب په حجم د اوبو د زیرمه کولو یوه پروژه، د زمان خیلو او چهار قلعه امرخیل په کلېو کې د یو پلګوټې او استنادې دیوال دوه پروژې، د ۱.۴ متره په اوږدوالې ۵ پلګوټې، د ۱.۲ متره په اوږدوالې ۳ پلګوټې او د نیم متر په کچه د ۹ پلګوټو جوړول او د تورخیلو، قلعه ولایت او قلعه صوفیان په کلېو کې د ۲۰ او ۳۰ مترو په ژوروالې د څښلو د اوبو د ۷ څاګانو کیندل او په هغو د لاسې بمبمو درول شامل دې چې د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه د ۱۵۱۷۸۱۶ افغانیو په لګښت د خلکو د ۲۱۷۸۹۵ افغانیو په ونډې سره د پراختیایې شوراګانو له لورې بشپړې شوې دې، چې ۸۳۲ کورنۍ یې له ګټو څخه برخمنې شوې دې.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ ۲۰/۱۳۸۹
د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالې کې د سولر لایټ د پروژې کار پېل شو.
په هغه غونډه کې چې له همدی امله په نوموړې ولسوالې کې جوړه شوې وه، ولسوال حاجې شاه محمد، د پرمختیایې شورا رییس حاجې محمد، د ولسوالې امنیه قومندان زمری او یو شمیر قومې مشرانو او سپین ږیرو ګډون درلود.
د ارغنداب ولسوال د یادې شوې پروژې د کار د پيل څخه خوښې څرګنده کړه ویې ویل: "موږ د ارغنداب په ولسوالې کې د ټولګټو پروژو ستاینه او وخت پروخت څارنه کوو تر څو په ښه کیفیت پاې ته ورسیږی."
همدارنګه د دی ولسوالې ولسوال وویل: "مونږ په دې هڅه کې یو چې د دی ولسوالې لپاره هغه ټولګټې پروژې چې د خلکو اړتیا ورته ډیره لیدل کیږی منظورې کړو، ترڅو هم پرمختیایې چارې ترسره او هم وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شې."
د یادولو وړ ده چې د سولر لایټ پروژه د کندهار ولایت د کلېو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له لورې په دغه ولسوالې کې تر کار لاندې نیول کېږې چې د ۹۷ زره امریکایې ډالرو په لګښت د ۲۲ سولرونو په درلودلو سره د بابا صاحب د زیارت څخه د ارغنداب د رود تر پله پورې غځیدلې سړک باندې درول کېږې چې د شپې له خوا به شاوخوا سیمه روښانه کوې.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ۱۹/۱۳۸۹
د سرپل په ولایت کې یوه عمراني پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په نوموړې ترانسپورتې پروژه کې د ۱۱.۳۰ کیلومتره په اوږدوالې د یو سړک جوړول د هغه د متممو ودانیو سره شامل دي چې د سرپل ولایت د مرکز اړوند د چهارباغ په کلې کې د ۴۶ پلګوټو په درلودلو سره د څه د پاسه یو ملیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه تمویل او دکلېوالې لارو جوړولو د پروګرام له لاری تطبیق شوې دې.
د دغې پروژې په بشپړیدلو سره ښار، مارکیټونو او د ټولنیزو خدمتونو مرکزونو ته د تګ راتګ په موخه د دغه ولایت د مرکز شاوخوا ۱۰۰۰۰ کورنیو ته لازمې آسانتیاوې ور په برخه شوې.
د هستوګنې په سېمو کې کار او ژوند ته د کلیوالې خلکو هڅول، ښار او ټولنیزو مرکزونو ته تګ راتګ او د ښار سوداګریزو مرکزونو ته د هغوې د محصولاتو لیږدول د دغې پروژې له ګټو څخه شمېرل کیږی چې د هغو ټولنیزې او اقتصادې اغېزي د ځایې خلکو د ژوندانه په نورو برخو کې هم محسوسې دې.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ ۱۸/۱۳۸۹
د میدان وردک ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې د ملی پیوستون پروګرام ۵ پروژې ګټی اخیستیې ته وسپارل شوی.
په نوموړو پروژو کې د څښاک د اوبو د ۶۶ څاګانو کیندل او په هغو د لاسې بمبو درول شامل دي چې د دغې ولسوالۍ د باغک کوډي، کشمیرخیلو، مغل خیلو، بابرخیلو او زرین خیلو په کلېو کې تطبیق شوې دې.
نوموړی پروژې د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه د ۳۸۴۲۴۶۰ افغانیو په لکښت د خلکو د ۲۴۰۸۲۰۸ افغانیو په ونډې سره د پراختیایې شوراګانو لخوا بشپړې او ګټې اخیستلو ته وړاندې شوې چې له ګټو څخه یې ۱۲۴۴ کورنۍ برخمنې شوی دي.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ۱۷/۱۳۸۹
د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزیر د سرپل په ولایت کې ۴۲ عمرانی پروژې پرانیستلې .
په نوموړو پروژو کې د پلونو او پلګوټو په ګډون د ۱۵ کیلو متره په اوږدوالی د یو سړک، د څلورو شپږټولګیزو ښوونځیو جوړول، د څښاک د اوبو د ۶۴ څاګانو کیندل، د اوبو د څلورو کندو او د اوبو لګولو د ۱۰۰ متره کانال کیندل، د اوبو د ۳ زیرمتونونو او ۴۰۵ متره استنادې دیوال جوړول، د اوبو د بریښنا د یوی کوچنۍ دستګاه جوړول، یو عصری حمام، د یو ښوونځی د احاطی دیوال او یو سربند شامل دي چې د سانچارک، ګوسفندی، کوهستانات، بلخ آب، سوزمه قلعه او د نوموړې ولایت په مرکز کې د ۴۷ ملیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجی څخه تمویل او د ملې پیوستون پروګرام له لارې د سیمه اییزو پراختیایې شوراګانو په مرسته بشپړی شوی دی.
د نوموړو پروژو په تطبیق سره د ۱۰۸۳۱ کورنیو ستونزی تر یوی کچې پوری له منځه تللی دي.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ ۱۶/۱۳۸۹
د ښځو د ژوندانه د ښه والي لپاره د معیشت د تامین پروګرام د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سېمه ییزې پراختیا پروګرام له لاری د کابل ولایت د چهار آسیاب په ولسوالی کې پرانیستل شو.
په نوموړې پروګرام کې د لبنیاتو، مربا، ډول ډول ترشیو او رب جوړول، د زردآلو د وچولو لارې چارې، د چرګانو او کبانو روزل، ګل ګنډل، مالدارې، بڼوالې، نانوایې او د سابو کرنه شامل دې چې، د سیمه ییزې برخې د مسوول ډاکتر عبدالسمیع "جلالزی" له خوا د نومړې ولسوالۍ د شاتوت په کلې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په نوموړې پروژه کې د تجربه لرونکو ترینرانو لخوا د بیلابیلو مهارتونو د بشپړولو او حاصلاتو ته د مناسب او روغتیایې پلوه د ښه لاس رسي په موخه د مجهزو وسایلو او تجهیزاتو په درلودلو سره زده کړه ورکول کېږې، چې موخه یې محصولاتو ته په ښه توګه د کلیوالې ښځو لاس رسې او د کورنیو د اقتصادې حالت لوړاوی دی.
د دې پروژې مسوولې مېرمن زیاده "کریم" وویل:
"موږ دغه پروګرام د جاپان هیواد ته د یو سفر له تجربو څخه زده کړ او وموغوښتل چې هغه په خپل هیواد کې عملي کړو، چې له نیکه مرغه د معیشت د تامین پروګرام زموږ له هیواد سره سازګار دی، د هغه عملی کول په کلېو کې د افغانې ښځو د پرمختگ او ترقۍ لامل ګرځېدلي او د بیوزلۍ په کمښت کې اغېزمن ګڼل شوېدي."
ویل کېږی چې دغه پروګرام په امتحانې توګه د چهارآسیاب او پغمان په ولسوالېو کې د یوشمېر ښځو لخوا پرمخ بیول کیږی.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ ۱۴ /۱۳۸۹
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر د ورستیو سیلابونو له زیانمنو شویو څخه د کتنی په موخه د دایکندی ولایت ته ورسید .
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ښاغلې جارالله "منصوری" د وروستیو سیلابونو د زیانمنو شویو د ډاډ ګیرنې او د دغه وزارت د پروژو د بیا رغولو په موخه د دایکندی ولایت ته سفر وکړ او د سیمه ییزو چارواکو، متنفذینو، د خلکو له استازیو او د کلیو د پراختیایې شوراګانو له مسوولینو سره یې وکتل، لارښوونه یې وکړه چې د سیلابونو څخه زیانمنې شوی سیمې دې د لازمو مرستو د ترسره کولو لپاره په نښه او وپیژندل شې.
دغه راز نوموړې ټینګار وکړ چې په دغه ولایت کې دی د پراختیایې پروګرامونو لړۍ پراختیا ومومې او د کلیوالې صنایعو پراختیایې پروګرام دی هم خپل فعالیت پیل کړی.
ښاغلې "منصوری" د دغه سفر په ترڅ کې یو شپږ ټولګیز ښوونځې هم د دایکندی مرکز د نیلي په ښارکې پرانیست.
د نوموړی ښوونځې ودانۍ د ۳۵۰ متر مربع ځمکې په ساحه کې د ۳.۸ ملیونه افغانیو په ارزښت په یوه پوړ کې، په پاخه او اساسې ډول د ملې پیوستون پروګرام له لاری جوړه شوې ده چې په یوه وخت کې به ۵۰۰ زده کونکي پکې لیک لوست کوي.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ۱۳/۱۳۸۹
د کندز په ولایت کې ۴۵۰۰ کورنۍ د ۲۲ ټولګټو پروژو له آسانتیاوو څخه برخمنې شوې
په دغو پروژو کې د ۳.۱۸ کیلومتره په اوږدوالی د یو سړک جوړول او کریړ اچول، د ۹۳ پلګوټو جوړول، د ۳۱ کړیو نیمه ژورو څاګانو کیندل، د ګنډلو د ۱۴ کورسونو را منځ ته کول، د ۲۲۰ ولټو په ظرفیت د ۵.۲۷ کیلومتره ښاری بریښنا غځول، د یو ټولنیز مرکز جوړول، د اوبو د بریښنا د ۴ کوچنیو دستګاه وو جوړول او د ۴۵۰۰ متره پایپ په غځولو سره د اوبو د یو زیرمتون جوړول شامل دی چی د ۲۱ ملیونه افغانۍ بودجه یې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوری تمویل او د ملې پیوستون پروګرام له لارې د ځایې خلکو د لس سلنې په ونډی سره د نوموړی ولایت د علی آباد، دشت ارچې او امام صاحب په ولسوالیو کې بشپړې او د دغه سړک د جوړولو له امله، د ولسوالۍ مرکز ته د تګ راتګ به موخه د ۲۱۸ کورنیو ستونزی لیری شوې دي .
---------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ۹/۱۳۸۹
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ښاغلې جارالله "منصوری" د بغلان ولایت د خوست او فرنګ ولسوالیو د سیلاب ځپلو کلیو د کتلو په موخه هغه ولایت ته سفر وکړ .
ښاغلې "منصوری" په داسی حال کې چې د بغلان والې منشی عبدالمجید، د ولایتی شورا او ولسی جرګې غړیو او د نوموړې وزارت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییسانو او انجنیرانو یې ملتیا کوله، د تګاب او دهنې د کلیو او زیانمنو شوېو ولسوالیو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د زیانمنو شویو پروژو د بیا رغولو، اوښتو زیانونو د جبران او راتلونکو احتمالې خطرونو د مخنیویې او جدی تدبیرونو د نیولو په اړوند لازمی لارښوونې وکړی.
ویل کېږی چې د وروستیو سیلابونو په راوتلو سره په یادوشویو دوو ولسوالیو کې ۶ تنه کلیوالې خلک او ۳۵۰ څاروی مړه، د بریښنا ۲۸ کوچنې بندونه، ۱۱۱ کیلو متره کلیوالي سړک، ۱۹ د موترونو د تګ راتګ پلونه، ۱۰۵ پلګوټې، ۲۱۰۰ جریبه کرنیزه او باغې ځمکه، ۲۰۰۰ میوه لرونکې ونې، ۱۰۰ دکانونه او د اوبو ۲۰ ژرندې له منځه تللې دي.
د غه راز ښاغلې جارالله منصورې د سرخ پریان د کلی د سړک جوړولو د کار په غونډه کې هم ګډون وکړ.
نوموړی سړک د ۱۴ کیلومتره په اوږدوالې او ۶ متره سور د پراختیایې بودجی څخه د څه د پاسه ۳۰ ملیونه افغانیو په لګښت د راتلونکې یو کال په موده کې جوړیږی.
د دې سړک په جوړیدو سره د خوست او فرنګ ولسوالۍ سره نښلې او د مواصلاتې سړک د نه درلودلو له امله د دواړو ولسوالیو د ۳۰ زره ځایې خلکو ستونزی له منځه ځې.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ ۸/۱۳۸۹
د بلخ په ولایت کې د ۸ ټولګټو پروژو پرانیسته
په نوموړو پروژو کې د ۴۰ کیلومتره په اوږدوالی کلیوالی سړکونه شامل دی چې د ۲۱ ملیونه ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ملې پیوستون پروګرام له لارې د بلخ ولایت په اړوندوسیمو کې د ۷۹ زره کورنیو د استفادې وړ ګرځیدلی دي.
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ۷/۱۳۸۹
د کنړ په ولایت کې ۵۰ ټولګټې پروژې پرانیستل شوې
د ملې پیوستون پروګرام ۵۰ ټولګټې پروژې د دغه ولایت د والی له خوا پرانیستل شوې د دغه ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس انجنیر امین الله بیدار په دې هکله وویل:
"په نوموړو پروژو کې د دری کیلومتره سړک پخول، د سړک د غاړو د ویالو، د اوبو د بریښنا د څو کوچنیو پروژو د ودانیو، د ابو د زیرمې جوړول او د ژورو څاګانو کیندل شامل دې چې د څه د پاسه ۵۰ ملیونه افغانیو په لګښت بشپړی شوې دې."
د هغه ولایت والی د پروژو د پرانیستلو پرمهال وویل:"دولت هلی ځلې کوې چې د کلیوالې اوسیدونکو د سوکالۍ او نیکمرغۍ په موخه د بیا جوړولو زمینې برابرې کړې."
----------------------------------------------------------------------------------------------
د چنګاښ۵/ ۱۳۸۹
د بامیان ولایت د پنجاب په ولسوالۍ کې د څلورو سړکونو جوړول
د سړک څلور پروژې چې په ټولیزه توګه یې اوږدوالی ۲۵ کیلومتره کیږی د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د ګاومرده، چپرقول، جنګ جای او پنج قاش په کلېو کې د ۱۱ ملیونه او ۶۶۰ زره افغانیو په ارزښت د کلېو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه د ملې پیوستون پروګرام له لارې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
آرشیف |