لتون:

 دكلي پراختيايي شوراگانو د جرگې  په اوله ورځ چې رسماً د افغانستان د ولسمشر له خوا پرانېستل شوه  د كليو دبيارغونې او پراختيا وزارت  وزير ښاغلي محمداحسان ضيا هم وينا وكړه چې متن يې كټ مټ ګرانو لوستونكو ته وړاندې كېږي:   خبرونه:-


 
دكلي پراختيايي شوراگانو د جرگې  په اوله ورځ چې رسماً د افغانستان د ولسمشر له خوا پرانېستل شوه  د كليو دبيارغونې او پراختيا وزارت  وزير ښاغلي محمداحسان ضيا هم وينا وكړه چې متن يې كټ مټ ګرانو لوستونكو ته وړاندې كېږي:

کابل(13-11-2007):-

جلالتماب د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، جمهور رئيس!

دكابينې ښاغلو غړو، د پارلمان محترمو غړو، والي صاحبانو، د ملي پيوستون د پروگرام تمويلوونكو دوستو هېوادونو استازو، د ملگرو ملتونو د نهادونو استازو، د غير دولتي همكارو موسسو استازو، دكليو د پرمختيايي شوراگانو منتخبو استازو، مېرمنو او ښاغلو... اسلام عليكم ورحمت الله و بركاته.

 تر هرڅه دمخه د بغلان ولايت د غمجنې پېښې دشهيدانو پاك ته روح ته درود استوم، د معصومو ماشومانو او گرانو وكيلانو شهادت د افغانستان د خلكو زړونه دردولي دي.

دې ملي كنفرانس ته ستاسو جلالتمابانو او د كليو د پرمختيايي شوراگانو د محترمو استازو راتگ او گډون له كبله ښه راغلاست وايم، تر دغې تاريخي كېږدۍ لاندې د ۳۴ ولايتونو د كليو او بانډو څخه زموږ د گرانو خويندو او ورونو پراخه گډون، د افغانستان د ملت يو ښكلى انځور دى.

دلوى څښتن څخه شكرگذاره يم چې موږ ته يې وړتيا راكړه چې د پرمختيايي شوراگانو دويم ملي كنفرانس جوړ كړو. ددغې درې ورځنۍ كنفرانس موخې عبارت دي له:

 

۱-دسيمه ييزي پرمختيا او د پروژو د تطبيق په هكله د پرمختيايي شوراگانو ترمنځ د تجاربو تبادله.

۲-د هېواد له ټولو ولايتونو څخه د كليو د استازو په راتگ سره د ملي يووالي تحكيم.

۳- د وزارتونو او نورو دولتي ادارو سره د كليو د پرمختيايي شوراگانو د اړيكو ټينگېدل.

۴-په راتلونكي كې د ټولنيز عدالت او سالمې ادارې  په پراختيا باندې د پرمختيايي شوراگانو اغېز په هكله بحث او مشوره.

 

گرانو حاضرينو!

ټول پوهېږو چې په افغانستان كې د بېوزلۍ ستر عامل د قدرت انحصار او په سياسي، اقتصادي او پرمختيايي برخو كې د خلكو نه گډون او د هغوى رول ته ارزښت نه وركول دي، د تاريخ په اوږدو كې د افغانستان خلكو د خپل هېواد د برخليك په ټاكلو كې اساسي نقش نه درلود او تل د خپل دغه لازم حق څخه محروم ساتل شوي دي، خو د ډېرې خوښۍ ځاى دى چې د هېواد په تاريخ كې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د لومړي ځل لپاره په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او پرمختيايي چارو كې د خلكو د رښتيني گډون زمينه برابره كړه، لكه څنگه چې دملي پيوستون د پروگرام له لارې په ۱۸۴۰۰ كليو كې ښځو او نارينه و ته په ټولنيزو  او پرمختيايي چارو كې د تصميمونو د نيولو واك وركړل شو او هغوى هم په پوره صداقت او ديانت سره د خپلو كليو او هېواد په گټه تصاميم ونيول.

 

جلالتماب جمهور رئيس صاحب!

په خپل لاس دكليوالو د برخليك ټاكل او د ملي پيوستون د برياوو وياړ تاسو پورې اړه لري، ځكه چې دغې موخې ته رسېدل ستاسوله پوره ملاتړه پرته ناشوني وو. زموږ د هېواد تاريخ هېڅكله هم د څّلورو كلونو په اوږدو كې، په ۱۸۴۰۰ كليو كې د ۳۲۶۰۰ پروژو د تطبيق شاهد نه و، خو نن له نېكه مرغه د هېواد د لرې پرتو سيمو د خلكو د پراخه او رښتيني گډون په بركت موږ دغه ستره ملي لاسته راوړنه ترلاسه كړې ده.

دغو شوراگانو د پرمختيايي پروژو پر جوړولو سربېره،  په ټولنه كې د پيوستون او يووالي د روحيې په پياوړتيا، د خلكو او دولت ترمنځ د اړيكو او باور د پياوړتيا، د سالمې سيمه ييزې ادارې د ايجاد او ټينگښت، د شفافيت، ټولنيز عدالت او حساب وركولو د ارزښتونو د پياوړتيا په لاره كې ډېر ستر رول لوبولى دى.

همدا راز د پروژو په لگښتونو كې د خلكو لږ تر لږه لس سلنه ونډه اخيستنه او په ښه او لوړ كيفيت سره د پروژو تطبيق زموږ د خلكو يوه ستره لاسته راوړنه ده. دغه د پام وړ پرمختگ ښيي چې موږ ديوه ملت په توگه د خپلو نړيوالو دوستانو په حمايت او مرستې سره هڅه كړېده، چې د خپل هېواد په بيارغونه كې په گډه سره كار وكړو، د شپږو كلونو په تېرېدو سره نن د افغانستان دولت ديوې پراخه مشورتي پروسې له لارې د ولسي شوراگانو او دولتي ارگانونو په مرسته د ۳۴ ولايتونو جامع پرمختيايي پلان، د ملي انكشافي ستراتيژۍ له چوكاټ سره سم جوړ كړ، چې دغه ولايتي پرمختيايي پلانونه د هېواد د ټولو ولسواليو د اوسېدونكو د نظرياتو، وړانديزونو او غوښتنو ښكارندويي كوي، مگر موږ بايد په وچو مشورو او نظر غوښتنو بسنه ونه كړو، بايد خلك او په تېره بيا د كليو خلك چې زموږ دهېواد ۸۰ سلنه نفوس جوړوي دخپل كلي او هېواد د راتلونكي تصميم نيوونكي وي.

 

جلالتماب جمهور رئيس او درنو حاضرينو!

پرمختيايي بهير د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو كې گڼ كږلېچونه تر شا پرېښي دي او د پراختيا په حال كې ډېرو هېوادونو، پرمختيايي بېلابېل موډلونه په ډېره گرانه بيه تجربه كړي دي، خو په دې نه دي بريالي شوي چې هغه پايله ترلاسه كړي په كوم چې بېوزلي له منځه ځي او پرله پسې اقتصادي حقيقي وده وكړي، نن د پرمختيايي پروسې د بهير كارپوهان په ټوله نړۍ كې دې پايلې ته رسيدلي دي چې پرمختيايي بهير له پورته نه ښكته له ناكامۍ سره مخ شوى او تر كومه چې دا بهير وگړنيز نه شي او بېوزلي خلك له حاشيې څخه د ټولنې منځ ته رادننه نه شي، هېڅكله به پانگونه د لويو بنسټونو پر بنا د خلكو ژوند كې بدلون رانه ولي، نو لازمي ده چې افغانستان د نورو هېوادونو له برياليو تجربو نه گټه پورته كړي، پرته له دې به نه يوازې دا چې ډېر لوړ قيمت وركړي بلكې زموږ د نيمگړو پرمختيايي پاليسيو له كبله به په افغانستان كې بېوزلي لا پسې بېوزلي او پانگوال لاپسې پانگوال شي.

د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د خپلو برياو او د ملي پيوستون د تېرو ښو تجربو او نيمگړتياو په پام كې نيولو سره وړانديز كوي چې د غريبو خلكو د ژوندانه دوضعي د ښه كولو په خاطر، پرمختيايي پروگرامونه د افغانستان د دولت د كارونو په سر كې ځاى كړل شي او دا هغه وخت شونى دى چې د هېواد همدغه بيوزلي خلك د افغانستان د ټولو پرمختيايي پروگرامونو په طرح، تطبيق او څارنه كې اساسي او كليدي رول ولوبوي.

له فرصت نه په گټې اخيستنې سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جلالتماب جمهور رئيس، د مالي په وزارت كې د گرانو همكارانو، د حكومت د نورو ادارو او د افغانستان د ټولو دوستو هېوادونو څخه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ددغه ستره پرمختيايي پروگرامونو په تمويلولو كې يې د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سره مرسته كړې ده د زړه له كومې مننه كوم.

 

مخكې له دې چې خپلې خبرې پاى ته ورسوم، د محلي ارگانونو د خپلواكې ادارې څخه چې ددغه ستر كنفرانس په جوړولو كې يې زموږ سره مرسته كړې ده او  فعاله ونډه يې په كې اخيستې ده كورودانى وايم، همدا راز د خپلو ټولو همكارانو نه چې ددغه كنفرانس په جوړولو كې يې زحمت گاللى مننه كوم.

 

په دې هيله چې پرمختيايي بهير په افغانستان كې وگړنيز شي.

 

 
 

  <<< لمري پانه

لمری پاڼه     |     خالی بستونه     |    اړیکی     |     مطبوعاتی بیانیه     |     آرشیف

© له دغه سايټ څخه دهر ډول الكټرونيكي موادو د چاپ او نشر حق په هغه صورت كې جواز دى چې د سرچينې يادونه يې وشي..

ویب ماستر: محمد رامین شریفی