لټون:

دكليو بيارغونې او پراختيا  وزير محمد احسان ضيا د جوزجان ولايت د خواجه دوكو ولسوالي د جنگل باغ خواجه دوكو د اوبو رسولو پروژه پرانستله.

  خبرونه:-

 

   په خواجه دو كوه ولسوالي كي تر ۲ زرو زياتو كورنيو صحي اوبو ته لاس رسي پيدا كر

  شبرغان – ( 25/6/1386 ) :-

دكليو بيارغونې او پراختيا  وزير محمد احسان ضيا د جوزجان ولايت د خواجه دوكو ولسوالي د جنگل باغ خواجه دوكو د اوبو رسولو پروژه پرانستله.

دغه پروژه د ملي پيوستون د پروگرام  لخوا 12036343 دولس ميلونه شپږديرش زره درى سوه درى څلوښت افغانيو  په لگښت جوړه شوې چى 2002 دوه زره دوه كورنيو ته د څښلو پاكې روغتيايي اوبه وركوي.

 دكليو پراختيا اوبيارغونې وزير محمد احسان ضيا په هغه غونډه كې چې له همدې امله جوړه شوې وه وويل:

دكليو بيارغونې او پراختيا وزارت له مهمو دندو څخه يوه هم  داوه چې كليوالو اوسيدونكوته صحي پاكې او به ورسوي.

 ځان خوشحاله بولم چې نن په داسي يوه غونډه كې گډون كوم چى د خلكو ستونزو ته دپاى ټكى كيښودل شو او هغه ستونزې چې مود پاكو اوصحي اوبو په برخه كې لرلي هغه له منځه ولاړې دغه شبكې  چې 21 كيلومتره اوږدوالى لري په يوه وخت كې له 200 ليتر وڅخه زياتې اوبه جوړوي  او د اوبو زيرمې ته يې رسوي د قوم مهاجر،اطرق،چاردره، نظر اباد،پاريماق او غرب قرلق د كليو صحى اوبود نه لرلوستونزې د دغې شبكي په جوړولو سره پاى ته ورسيدې.

 محمد احسان ضيا په دغه سفر كې دكليوالو اوسيدونكو له مشرانو د كليو پرمختيايي شورا گانو له استازو او همدارنگه ددغې سيمې له سپين ږيرو سره وكتل او دټولگټو پروژو په هكله يې ورسره خبرې وكړې:

 د خلكو استازو دبيارغونې وزارت د پروگرامونو په تائيد سره ددغه وزارت له كړنوڅخه مننه وكړه او ددې وزارت د كارونو ستاينه يې وكړه ويې ويل:  زموږ اساسي ستونزى د همدى وزارت له لارې تر سره شوي چې نن د خواجه دوكود ولسوالۍ داوبو دشبكې په جوړولو سره د خلكو ستونزې د صحي اوپاكو اوبو له لارې حل شوي.

ددغې سيمې يومشر صادق منشى وويل:

د خوښۍ ځاى دى چى زموږ د پاكو اوبوستونزه دهمدې شبكې په جوړولوسره حل شوه.

دكليو پراختيا او بيارغونې وزارت د خپلو پروگرامونو له لارې  دجوزجان په ولايت كى  دا لاندي كارونه ترسره كړي دي.

د ملي پيوستون د پروگرام له لارى433 كليو كې 756 پروژې منظورې شوې چې 314 پروژې گټې اخيستنې ته سپارل شوي .

د خوراكي توكيو په مقابل كې د كار 200 كيلومتره سرك،510 كيلومتره د اوبو كانال،18 كيلومتره د امو او اقچه دسمندرونودڅنډو د تخريب د مخنيوي په خاطر تحكيمات 94 د پاكو اوبو د زيرمو پاكول چې له همدې لارې د جوزجان ولايت 30 زرو اوسيدونكو لپاره د موقتي كار زمينه برابره شوه.

د كليو لپاره د څښاك د اوبو برابرولو او روغتيا ساتنى ملى پروگرام نيمه ژورې څاگانې و هل شوي همدارنگه د پاك  چاپيريال د زده كړې لارې چارې د دغې سيمې او سيدونكو ته ښودل شوى 650 نيمه صحي تشنابونه جوړشوي كليو ته دسړك جوړولو ملي پروگرام 128.5 كيلومتره سره او 48 لوى او كوچني پلونه په همدى سركونو كى جوړشوي دي.

د  يادولو  وړ دى چى د كليو دبيارغونې او پراختيا وزارت د خپلو پروگرامونو ملى پيوستون، كليو ته د سرك جوړولو، كليو ته دڅښاك  د اوبو برابرولو او روغتيا ساتنى، د كوچنيوپانگو اچونې او بيړنيو مرستو پروگرامونو له لارې د افغانستان د كليوالو اوسيدونكو په خدمت كى  دى ترڅو د كليو او بانډو د اوسيدونكو د ژوند سطح لوړه او ددغو سيمو اوسيدونكو  ته دكار او فعاليت زمينه برابره شي.

 

 
 

  <<< صحفه نخست

لمری پاڼه     |     خالی بستونه     |    اړیکی     |     مطبوعاتی بیانیه     |     آرشیف

© له دغه سايټ څخه دهر ډول الكټرونيكي موادو د چاپ او نشر حق په هغه صورت كې جواز دى چې د سرچينې يادونه يې وشي..

ویب ماستر: محمد رامین شریفی