لټون:

د  افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  د كليو دبيارغونې او پراختيا و زير محمد احسان ضيا  د هيواد په لويديځو ولايتونو كې د اقتصادي وضعى  د څيړنې په هغه سيمنار كې چې د ملي شورا  د اقتصادي كميسيون له خوا جوړشوى و داسې څرگندونې وكړې

  خبرونه:-


   د افغانستان  د كليو دبيارغونې او پراختيا وزارت د كليوالي لاسي صنايعو د برنامى  د پراختيا په لټه كې دى
   هرات - چهار شنبه 14/6/1386:-

د  افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  د كليو دبيارغونې او پراختيا و زير محمد احسان ضيا  د هيواد په لويديځو ولايتونو كې د اقتصادي وضعى  د څيړنې په هغه سيمنار كې چې د ملي شورا  د اقتصادي كميسيون له خوا جوړشوى و داسې څرگندونې وكړې:

 د هيواد  په كليو او بانډوكې دلاسي صنايعو د پراخيتا اساسي هدف دادى چې د لسوكلونو په موده كې خصوصي سكتور ته  زموږ په هيواد كې  وده وركړى د هغو محصولاتو په را ټولولو سره چې د اقتصاد په پياورتياكې ر غنده رول لوبوي . چې  دلاسي صنايعود برنامې په پراخيدو سره د بهرنيو توكو د راوړلو كچه ټيټه او دكورنيو صادراتو كچه لوړه  كړي.

دكليو د بيارغونې او پراختيا وزير په وينا، د دغي برنامي په پلي كولو سره به خصوصي سكتور  وده وكړي  ا وخلكو ته به د كارميندلو زمينه برابر شي.

 د دولت  دنده د خصوصي سكتور په ټينگيدو كې  داده چې د ښو او مناسبو لارو  څخه كار واخلى.

 په دغه برنامه كې شاملي څانگى،  دصنعت اسانتياوى، پورونه او د برنامې د پاليسي سره سم د كريدت د سيستم اسانتيا وي كولاى شي چې د  هيواد د صنعتي كيدو لاره  پرانيزى .

 دغه   برنامه كولاى شي چې د كليو د بيارغونې ا وپراختيا وزارت د پنځو اساسي برنامو او په خاصه توگه د ملي پيوستون او كليوالي پراختيا د برنامو تجربى  د لاسي صنايعو د پراختيا په  لاره كې په كار واچوي . كليوالي  پرمختيايي شورا گانې چې  دملي  پيوستون د پروگرام په  رڼاكې جوړې شوې دي ټولنې ته د ننوتو ښه بيلگه ده كله چې د لاسي صنايعو برنامه په كار پيل وكړي، ولسواليو كې به يې ښه مشوره  وركوونكى  همدغه شورا گانې وي .

 په لسو كلونوكې د دغې برنامې د تطبيق لپاره 568 ميليونه امريكايي دالر په پام كې نيول شوي دي.او په دغه موده كې به د ټاكل شوې بودجې په لگښت سره  په هيواد كې يو ميليون خصوصي تشبثات رامنځ ته شي، دوه ميليونه كليوال هيواد والوته به د كارميندلو زمينه برابره شي او  دوه ميليار ده خالص امريكايې دالره به د ملي اقتصاد په  پياوړټيا كې مرسته وكړي  او د دې پانگې د لاس ته راوړو ترڅنگ به دغه برنامه وكولاى شي چې د لسو كالو په موده كي په  كليو كې داسي  بنيادي مالي سيستمونه جوړ كړي چې تراوسه نه وو. همدا رنگه د وارداتو او مخدره توكو په كښت كې به پوره كمښت رامنځته كړي او  په ملي، سيمه يېزي او نړيواله كچه به بازارونوته د كليو څخه د  راټوكيدلي  كرنيزو  حاصلاتو لارې خلاصې كړي او د دغه كار او فعاليت په تطبيق سره به  يو آباد او سوكاله افغانستان ولرو .

 

 
 

  <<< لمری پاڼه

لمری پاڼه     |     خالی بستونه     |    اړیکی     |     مطبوعاتی بیانیه     |     آرشیف

© له دغه سايټ څخه دهر ډول الكټرونيكي موادو د چاپ او نشر حق په هغه صورت كې جواز دى چې د سرچينې يادونه يې وشي..

ویب ماستر: محمد رامین شریفی