لټون:

د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا د دولس مليونو څلورسوه څلور اتيازرو اته سوو امريكايي ډالرو په ارزښت د 84 پراختيايي پروژو قرار دادونه نن له خصوصي شركتونو سره لاسليك كړل.

  خبرونه:-


  
په 21 ولايتونوكي 84 پراختيايي پروژى
   كابل- چهارشنبه (31 اسد 1386):-

د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا د دولس مليونو څلورسوه څلور اتيازرو اته سوو امريكايي ډالرو په ارزښت د 84 پراختيايي پروژو قرار دادونه نن له خصوصي شركتونو سره لاسليك كړل.

 

 د كليو د بيارغونې او پراختيا وزير د دغو قرار دادونو د لاسليك كولو پرمهال وويل:" د كليو دبيارغونى او پراختيا وزارت  په خپلو پراختيايي فعاليتونوكې د خلكو په لومړيتوبونو،  پايه داره پراختيا، چاپيريال ساتنې، د حقوقو برابر والى او دخلكو غوره عنعناتو او كلتور ته په درناوي تكيه كوي، هغه زياته كړه: د دغو پروژو له تطبيق څخه هدف په كليو او بانډوكې په هر اړخيز او هماهنگه توگه د پراختيايي چارو ترسره كول او دهيواد په بيوزلو سيموكې دظرفيتونو پياوړتيا او پايه داره پراختيا ده."

 

په قرار داد شويو پروژو كې ۷ صحى كلينيكونه،۶ د اوبو رسولو شبكې، ۲۱۸ څاگانې، د ۲۳۷۵ مټرو په اوږدوالي محافظوي ديوالونه، د اوبو يوه ذخيره، ۳۰۰۰۰ نيالگي، ۷ ودانۍ ۱۶ صنفي ښوونځي، ۸ ودانۍ ۸ صنفي او دوه ليسې، پر ۳۳ كيلومټرو سړكونو جغل اچونه او قير اچول او د ۵۴۰ مټرو په اوږدوالي د ۸ پلونو جوړونه،  دكليوالى صنايعو يوه تحقيقاتي پروژه، يوه دولتي ودانۍ او  د تكنالوجۍ يو مركز شامل دى.

 

 يادې شوې پروژې د بادغيس، باميانو،بدخشان، بغلان، بلخ، پنجشير، دايكندي، سرپل، سمنگان، فارياب، غور، فراه، كابل،كاپيسا،كندز،كندهار،كنړ،ميدان وردك او ننگرهار په ولايتونوكې تطبيق كيږي، د دغو پروژو د تطبيق موده چې 26 زره كاري ورځې به ايجاد كړي، شپږ مياشتې ده  او په اوږد مهال كې به په زرگونه كورنۍ ددغو پروژو د اقتصادي او ټولنيز و گټو څخه برخمنې شي.

 

د دغو پروژو بوديجه دبيلابيلو منابعو لكه يونيسف، UNDP د امريكي نړيوال پراختيايي سازمان، دنشه يي توكيو سره د مبارزې وجهي صندوق، د اروپاكميسيون، هند،جاپان،ناروې، كاناډا او د كليو دبيارغونې او پراختيا وزارت د عادي بودجې څخه تمويليږي.

 

دكليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د نړيوالې ټولنې په مرسته د خپلو ملي پروگرامونو لكه ملي پيوستون، سيمه ييزې ودې او پراختيا، د څښاك د اوبو برابرولو او روغتيا ساتنې، كليو ته دسړك جوړولو او دكوچنيو پورونو له لارې تل هڅه كوي ترڅو د كليو او بانډو خلكوته ټولگټې او هراړ خيزه خدمتونه ترسره كړي.

 
 

  <<< لمړی پاڼه

لمری پاڼه     |     خالی بستونه     |    اړیکی     |     مطبوعاتی بیانیه     |     آرشیف

© له دغه سايټ څخه دهر ډول الكټرونيكي موادو د چاپ او نشر حق په هغه صورت كې جواز دى چې د سرچينې يادونه يې وشي..

ویب ماستر: محمد رامین شریفی