لتون:

د نجراب ولسوالۍ د پل د جوړولو كار د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د حقوقي مشاور محمدنعيم نظري له خوا د كاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په مركز كې رسما افتتاح شو. په دې غونډه كې، په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازو، د كاپيسا والي، امنيتي چارواكيو او د پي ارټي ټيم هم گډون كړى و.   خبرونه:-


د كاپيسا او نجراب ترمنځ پل جوړېږي

 (كابل د جدي ۸ مه)  ۱۳۸۶:-

د نجراب ولسوالۍ د پل د جوړولو كار د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د حقوقي مشاور محمدنعيم نظري له خوا د كاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په مركز كې رسما افتتاح شو. په دې غونډه كې، په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازو، د كاپيسا والي، امنيتي چارواكيو او د پي ارټي ټيم هم گډون كړى و.

 

ددغه پله اوږدوالى ۵۱ متره ده چې د اروپايي ټولنې د ۴۴۸،۰۰۰ يورو (۳۱،۳۶۹،۳۶۰ افغانيو)  په مالي مرستې جوړول كېږي. ددې پروژې له طريقه به ۲۵۰۴۷ كاري ورځې جوړې شي او د نجراب ولسوالۍ له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زيات اوسېدونكي به  ددې پله له اجتماعي او اقتصادي امتيازاتو نه  گټه پورته كړي.

د نجراب د سيند پر سر دغه ۵۱ متري پل، ددغه ولسوالۍ جمعه بازار له نورو عمومي بازارونو سره نښلوي، جمعه بازار د بزگرانو په ورځنيو اړتيا په پوره كولو كې حياتي رول لري. د كاپيسا ولايت د والي خواجه غلام غوث په وينا" دغه بازار دى چې دسيمې خلك په كې خپل اهلي حيوانات او نباتي محصولات دخرڅلاو او ادلون بدلون لپاره وړي".

 

ددې پله له اسانتيا و نه مهم گټه پورته كوونكي د ښوونځيو زده كوونكي دي، ځكه چې ددې پله په جوړولو به هغوى وكولاى شي په مصئونه توگه له سيند نه پورې وځي چې له بده مرغه په تېرو وختونو كې به د سيند د اوبو د زياتېدلو پر مهال دوى ته ښوونځيو ته نشول تللاى. د كاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د شورا رئيس سيد تورن ملك په وينا "دغه پل هغو ښځو ته چې دروغتيايي ستونزو له كبله روغتون ته تلل غواړي او يا هم هيله لري په ساده گۍ ماركيټ ته لاړې شي له سيند نه د پورې وتنې يوه مصئونه لاره برابروي". 

 

د يادونې وړ ده چې اروپايي ټولنې د افغانستان له ۱۱ څخه په زياتو ولايتونو كې ۲۳ بنسټيزې پروژې د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د كليوته د سړك   جوړولو د پروگرام په وسيله حمايه كړي، چې ددغو پروژو  ۷۵ په سلو كې بشپړ او پاتې يې تر كار لاندې دي.

 

دكليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د نړيوالې ټولنې په مرسته د خپلو ملي پروگرامونو لكه ملي پيوستون، سيمه ييزې ودې او پراختيا، د څښاك د اوبو برابرولو او روغتيا ساتنې، كليو ته دسړك جوړولو او دكوچنيو پورونو له لارې تل هڅه كوي ترڅو د كليو او بانډو خلكوته ټولگټې او هراړ خيزه خدمتونه ترسره كړي.

 
 

  <<< لمري پانه

لمری پاڼه     |     خالی بستونه     |    اړیکی     |     مطبوعاتی بیانیه     |     آرشیف

© له دغه سايټ څخه دهر ډول الكټرونيكي موادو د چاپ او نشر حق په هغه صورت كې جواز دى چې د سرچينې يادونه يې وشي..

ویب ماستر: محمد رامین شریفی