لتون:

د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا كندهار ته په خپل نهم سفر كې د اوو پنځوسو  (57) نويو پروژو قراردادونه د محلي پرمختيايي شوراګانو او خصوصي شركتونو سره د 3 مليونو امريكايي ډالرو پۀ ارزښت د پنځو سهيل لويديځو ولايتونو كندهار، ارزگان، هلمند، زابل او نيمروز لپاره لاسليك كړل.   خبرونه:-


د 5 ولايتونو لپاره 57 پروژې

 كندهار – (28 جدي 1376):- 

د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا كندهار ته په خپل نهم سفر كې د اوو پنځوسو  (57) نويو پروژو قراردادونه د محلي پرمختيايي شوراګانو او خصوصي شركتونو سره د 3 مليونو امريكايي ډالرو پۀ ارزښت د پنځو سهيل لويديځو ولايتونو كندهار، ارزگان، هلمند، زابل او نيمروز لپاره لاسليك كړل.

قرارداد شوي پروژې ددې لپاره ډيزاين شوي چې په يادو شويو پنځو ولايتونو كې د خلكو دژوند كچه ښه كړي، په دوى كې 7 د صحي اوبو رسولو پروژې، 19 استنادي ديوالونه، 5 سربندونه، 2 د اوبو بندونه، 250 څاگانې كېندل، 1.160 كيلومتر سړك, 160 متره پل او يو صحي كلينك شامل دي.

د پورتنېو پروژو په پلي  كيدوسره به 52929 كاري ورځې كليوالو خلكوته برابرې شي او پۀ بشپړتياسره به يې د كندهار، هلمند، ارزگان، زابل او نيمروز په 17 ولسواليو كې  46959 تنه ددغو پروژو له ټولنيزو او اقتصادي مزاياو نه  ګټه واخلي. ددغو پروژو مالي مرسته  كاناډا، بلجيم، جرمني، انگلستان هېوادونو پر غاړه اخيستې.

 

د كليو د بيارغونې اوپراختيا وزير وويل : د تېر كال راهيسې كله چې د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وغوښتل په سهيل لويديځو ولايتونو كې د پرمختيايي پروژو بهير گړندى كړي موږ په دغه سيمه كې د يو مثبت پرمختگ شاهدان يو همداسې هر چېرې خلك كولاى شي په خپل پراخ گډون سره د پرمختيا بهير گړندى كړي.

 

د كندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د شورا مشر عبدالغني چې دقراردادونو د لاسليكولو په غونډه كې يې گډون درلود وويل: موږ د افغانستان د دولت او په ځانگړي توگه د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت هڅې ستايو. زياترو پلي شويو پروژو همدا اوس زموږ په ژوند كې بدلون راوستى، پروسږكال موږ د كانال پاكولو پروژې درلودې چې سږكال يې زموږ په زراعتي محصولاتو كې زياتوالى راوستى، سړكونو هم ښارونو ته زموږ رسيدنه اسانه كړې ده، كه همداسې پرمختيايي پروژې زموږ په سيمه كې پلي شي هېڅوك به دې ته اړ نه وي چې كوكنار كښت كړي.

 

دكليو دبيارغونې او پراختياوزارت د 2007 ميلادي كال د جنوري دمياشتې نه راپۀ دې خوا د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په نا امنو سهيل لويديځو ولايتونو كې د پرمختيايي بهير په سر كې دى او تر اوسه يې 532 پروژې د 25,616,550 امريكايي ډالرو په ارزښت په كندهار، هلمند، زابل، ارزگان، نيمروز كې پلي كړي چې زياتره يې دا مهال بشپړ شوي دي. يادې شوې پروژې نه يوازې دا چې د ژوند په بېلابېلو خواو كې د خلكو ستونزې اسانوي بلكې تر اوسه پورې يې 18000 كوچنۍ دندې هم ددې سيمې خلكو ته پيدا كړي.

 

 
 

  <<< لمري پانه

لمری پاڼه     |     خالی بستونه     |    اړیکی     |     مطبوعاتی بیانیه     |     آرشیف

© له دغه سايټ څخه دهر ډول الكټرونيكي موادو د چاپ او نشر حق په هغه صورت كې جواز دى چې د سرچينې يادونه يې وشي..

ویب ماستر: محمد رامین شریفی