|
په څلورو كلونو كې ۴۰۰ ميليونه امريكايي ډالره پر پرمختيايي پروژو
لګول شوي دي
كابل د دسمبر
9
مه ۲۰۰۷:
د
ملي پيوستون پروګرام د ۴۰۰ ميليونو امريكايي ډالرو
پر بودجې د انكشافي پروژو په تطبيق كې لوړې كچې ته
رسيدلى دى. او د كارونو د پرمختګ لپاره يې ۱۶۰۰۰
كليوالي پرمختيايي شوراګانې جوړې كړې دي.
د ملي پيوستون پروګرام د ۴۰۰ ميليونو امريكايي
ډالرو تر څنګ د څاګانو، ښوونځيو، ټولنيزو مركزونو
او سړكونو د رغونې په برخه كې د ۴۰ ميليونو
امريكايي ډالرو په ارزښت د كليوالو ونډه هم د پام
وړ پانګه جوړوي. دا كار د كليو د پراختيا په بهير
كې د خلكو د پراخ ګډون او په پرمختيايي پروژو كې د
مالكيت د حس په راپورته كولو کې مهم رول لوبولى
دى.
دې بودجې د هېواد د ۳۴ ولاياتو د ۳۶۴ ولسواليو څخه
په ۳۵۲ ولسواليو كې ۳۰۶۰۰ پروژې پلي كړي دي او د
۱۳۸۶ كال د عقرب د مياشتې راهيسي يې له ۱۹۶۹۰ څخه
په زياتو كليو كې د ملي پيوستون پروګرام د
مرستندويه موسسو په مرسته عملي كړي. چې د هغوى له
منځه ۱۸۴۹۰ كليو خپلې كليوالې پرمختيايي شوراګانې
ټاكلي دي او د ۱۸۲۳۰ كليو پرمختيايي پلانونه بشپړ
شوي دي.
د كليو بيا رغونې او پراختيا وزير ښاغلى محمد
احسان ضياء په دې اړه وويل "د دغو مالي مرستو له
لارې كولى شو په كليو او بانډو كې د پرمختيا او د
سولې په ټينګښت كې كوټلي ګامونه پورته كړو"
هغه زياته كړه د ملي پيوتون پروګرام كولى شول تر
۵۰۰ ميليونو ډالرو زياتې پيسې كليوالي شوراګانو ته
د پروژو د تطبيق لپاره وركړي خو په دې شرط چې منل
شويو پروژو لپاره نړيوالې ټولنې لا زياتې ژمنې كړې
وى. نړيوالې ټولنې نه زموږ هيله داده چې په دغه
لار كې د خپلو مرستو بهير نور هم ګړندى كړي چې
وكولى شو د خلكو په همكارۍ او مرسته د كليو په
پراختيا كې فعاله ونډه واخلو.
كليوالي شوراګانې د يووالي، پيوستون او سالمې محلي
ادارې د پرمختګ په لاره كې فعاله او مسئولانه ونډه
لري. ښځې او نارينه د شوراګانو په جوړيدو كې ونډه
اخلي. ټاكل شوې شوراګانې د انكشافي پلانونو لكه د
برېښنا، روغتيايي اسانتياؤ، پلونو، ښوونځيو،
سړكونو، اوبو لګولو وړو بندونو او نورو پروژو د
تطبيق په لاره كې د ځايي خلكو له ملاتړ څخه برخمنې
دي.
د ملي پيوستون پروګرام د افغانستان د اسلامي
جمهوري دولت له خوا جوړ شوى چې له لارې يې د هېواد
والو د ژوندانه په ښه كيدو او د ګټورو پروژو په
پلي كولو كې بنسټيز رول ولوبوي. دغه پروګرام خلكو
ته واك وركړى دى چې پروژې په خپله په ګوته او
تطبيق كړي. د ملي پيوستون پروګرام د كليو په
بيارغاونه، بيوزلۍ په راكمولو او له منځه وړلو كې
اساسي رول لوبوي د زياتو معلوماتو لپاره انترنيتي
پاڼې ته مراجعه وكړئ
www.nspafghanistan.org
او يا له
info@nspafghanistan.org
سره تماس ونيسئ.
|