|
په ۲۴ ولايتونوكې ۸۳ پراختيايي پروژې
كابل
-
چهارشنبه ( د ۱۳۸۶ كال د ليندۍ ۱۴مه)
:-
د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا
د ۸۵۸۹۳۸۱ امريكايي ډالرو په ارزښت د ۸۳
پراختيايي پروژو قرار دادونه نن له خصوصي شركتونو
سره لاسليك كړل.
په قرار داد شويو پروژو كې ۱ روغتون، ۱
حيواني كلينك، ۱ صحي كلينك، ۱۰۹۵ د اوبو څاگانې،
۲۲۳۹ مبرزونه، د اوبو رسولو ۳ شبكې، د اوبو يوه
ذخيره، ۳ پلونه، ۴.۲ كيلومتره سړك، ۶ ودانۍ ۱۶
صنفي ښوونځي، ۴ ودانۍ ۸ صنفي، د دوه جنراټورونو
اخيستل، د سټلايټونو لگونه او په ولايتونو كې د
انټرنيټي اسانتياو برابرونه شامل دي.
يادې شوې پروژې د بادغيس، باميان، بدخشان،
بغلان، بلخ، پروان، پكتيا، پكتيكا، تخار، جوزجان،
خوست، دايكندي، زابل، سرپل، سمنگان، فارياب،
غور،كابل، كندز، لغمان، لوگر، ننگرهار، هرات او
هلمند په ولايتونوكې تطبيق كيږي، د دغو پروژو د
تطبيق موده چې 294658 كاري ورځې به ايجاد كړي، شپږ
مياشتې ده او په اوږد مهال كې 2600216هيوادوال به
ددغو پروژو د اقتصادي او ټولنيز و گټو څخه برخمنې
شي.
د كليو د بيارغونې او پراختيا وزير د دغو
قرار دادونو د لاسليك كولو پرمهال وويل:"
د كليو دبيارغونى او پراختيا وزارت په خپلو
پراختيايي فعاليتونوكې د خلكو په لومړيتوبونو،
پايه داره پراختيا، چاپيريال ساتنې، د حقوقو برابر
والي او دخلكو غوره عنعناتو او كلتور ته په درناوي
تكيه كوي، هغه زياته كړه: د دغو پروژو له تطبيق
څخه هدف په كليو او بانډوكې په هر اړخيز او
هماهنگه توگه د پراختيايي چارو ترسره كول او
دهيواد په بيوزلو سيموكې دظرفيتونو پياوړتيا او
پايه داره پراختيا ده."
د ۱۰۹۵ څاګانو كيندل و د اوبو رسولو شبكي به
د ۲۲ ولاياتو 198880 كليوالو ته پاكې اوبه برابرې
كړي او په دې ډول به د هغو ناروغيو كچه راټيټه كړي
چې له ناپاكو اوبو رامنځته كيږي.
همداراز سټلايټي وسايلو په لګولو سره د كليو
بيا رغونې او پراختيا وزارت ۳۴ ولايتي نمايندگۍ به
د انترنيت په وسيله سره وتړل شي او په دې ډول به د
كار كيفيت ښه او له ولايتي دفترونو سره په
ارتباطاتو كې د ستونزو كچه نوره هم راكمه شي.
د دغو پروژو بوديجه دبيلابيلو منابعو لكه
يونيسف،
يو ان ايچ سي ار، يو ان دي پي، داياگ پروگرام ،
بلجيم، هند، جاپان، ناروي او د كليو دبيارغونې او
پراختيا وزارت د عادي بودجې څخه تمويليږي.
دكليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د نړيوالې
ټولنې په مرسته د خپلو ملي پروگرامونو لكه ملي
پيوستون، سيمه ييزې ودې او پراختيا، د څښاك د اوبو
برابرولو او روغتيا ساتنې، كليو ته دسړك جوړولو او
دكوچنيو پورونو له لارې تل هڅه كوي ترڅو د كليو او
بانډو خلكوته ټولگټې او هراړ خيزه خدمتونه ترسره
كړي.
|