|
پۀ سهېل
لويديځو ولايتونو كې د كليو د بيا رغونې اوپراختيا وزارت دبياجوړونې
ژورې هڅې
قندهار - دوشنبه، 08 اسد 1386-

د كليو دبيارغونې
او پراختيا وزير محمد احسان ضيا د
دوه اوياوو (72) نويو پروژو
قراردادونه د محلي پرمختيايي
شوراګانواو خصوصي شركتونو سره د
دوه ميليونو شپږ لكو اتيازره او
څلورسوه دوه ديرش (2680432)
امريكايي ډالرو پۀ ارزښت لاسليك
كړل.
د
پورتنېو پروژو د كار دپېل كيدوسره
به يولكو او يو كاري ورځې كلي
والو خلكوته برابرې شي چې پۀ
بشپړتياسره به يې پۀ زرګونو كورنۍ
ګټه واخلي.
دافغانستان
اسلامي جمهوريت او پۀ ځانګړي ډول
دكليودبيارغونې اوپراختياوزارت چې
كومې لاسته راوړنې پۀ سهيل لويزو
ولايتونو كې ترلاسه كړي دي دابه
د مرسته كونكو هيوادونو(كاناډا
،برتانيې ،دامريكامتحده ايالاتو،
دهالنډ او دجاپان دولتونو)دمرستو
پرته ناشونې واي.
دكليو
دبيارغونې او پراختياوزارت دروان
عيسوي كال د جنوري دمياشتې نه
راپۀ دې خوا تر دې دمه
دنننېواعلان شويوپروژو پۀ ګډون پۀ
ټوليز شكل د وزارت دمختلفو
پروګرامونو تر چتر لاندې څلورسوه
او اتلس(418) بيلابيلې ساختماني
او دبشري قواد ظرفيت د لوړولو
پروژې پۀ سهېل لويديزو ولايتونوكې
دكار لاندې نيولي دي.
برسيره پردې د
وازارت دملي پېوستون پروګرام
بريالى شوى دى چې پۀ سهيل لويديزو
ولايتونو كې پينځلس سوه او شل
(1520) محلي شوراګانې جوړې كړې دي
اوهغوي دوه زره درې سوه او
څلوراتيا(2384) مختلفې ټولنيزې
پروژې تر كار لاندې نيولي دي چې
له دې جملې څخه يوزرو يوسلو شپږ
ديرش(1136) پروژې بشپړې شوې دي .
د كليو
دبيارغونې اوپراختيا وزارت دخوراك
د نړۍ وال پروګرام سره پۀ ګډوهڅو
توانېدلى دي چې د( كار په مقابل
كې خواړه )د برنامې لاندې پۀ سهېل
لويديزو ولايتونو كې پۀ مجموعي
ډول شپږسوه او څلوردېرش (634)
كانالونه، شپږسوه او څلور (604)
كاريزونه جوړ او پاك كړي چې پۀ
ټوليز ډول سره شپاړس لكه او
پينځلس زره(1615000) جريبه ځمكه
خړوبوي.همدارنګه يې دري سوه او
شپږ (306)كيلومتره سړك او د
ښځولپاره يو روزنيز مركز جوړكړي
دى. چې ددغو يادوشويو كارونو پۀ
جريان كې اته لكو اوو شپېته
زره نه سوه او درې شپېته
(867963) كسانوباندې شپاړس زره
پينځه سوه او اته نوي (16598)مټرك
ټنه خواړه ويشل شوي دي.
دكليو د
پراختيا او بيارغونې وزارت د
ولسواليو د پرمختيايي شوراګانو پۀ
سلا اومشوره په سهېل لويديزو
ولايتونو كې د ورستنېو ورانونكو
سېلابونو د تباهي د بيارغونې پۀ
خاطرد يوې جامع سروې پر بنسټ
يوراپور د طبعي افتونو پۀ وړاندې
دمبارزې كمېټې پۀ مرسته نړۍ وال
خوراكي سازمان ته تسليم كړې دى كه
خداى كول د پورتنېو يادشو كارونو
پۀ څېر به دخلكو سره نورې مرستې
هم وشي.
په سهېل
لويديزو ولايتونو كې د خلكو پۀ
سلااو مشوره ددې ډول پرمختيايي او
ټولنېزو پروژو په نښه كول او
سرته رسول د سيمې پۀ تاريخ كې بې
سارې دي او د افغانستان اسلامي
حكومت لازيات زېار باسي چې ددې
سيمې پۀ شان پۀ ټول هيواد كې
دبيارغونې كارونه ترسره كړي او
دهېواد ولس د هوسا ژوند څخه برخمن
كړي.
د كليود
بيارغونې او پراختيا وزارت د
هيواد د بياجوړونې او د فقر او
بېوزلۍ د راكمولو په موخه تر دې
دمه لاندې ملي پروګرامونه تر كار
لاندې نېولي دي چې عبارت دي له:
دملي
پېوستون پروګرام، دكليود
پراختيا سيمه ييزملي
پروګرام،.د حفظ الصحې او د
څكلو دپاكو اوبو پروګرام،د
لارو او سړكونو د جوړولوملي
پروګرام او د كوچنېو پورونو
په مرسته د خلكوداقتصاد د
پياوړي كولو پروګرام
|