|
د ملي پيوستون پروګرام د ننګونو له چاپیریال سره
سره د سیمه اییزو مؤسسو په پراختیا کې د پام وړ
پرمختګ کړی دی
کابل،
د فبروري څلورمه نېټه،
۲۰۰۸ کال:
د
نړیوال بانک د هغه راپور پر بنسټ چې نن خپور شو، د
ملي پیوستون پروګرام چې د کلیو تر مشرۍ لاندې د
بیاجوړونې او بنسټونو د ودانولو یو نوښت دی، د
کلیو د توانونو د پراختیا، د سیمه اییزو اړیکو د
ښه والي او پر دولت باندې د خلکو د باور د
زیاتوالي په ډګرونو کې یې د پام وړ لاس ته راوړنې
درلودلې دي.
د
نوموړي راپور پر بنسټ چې د ملي پیوستون د پروګرام
د لمړۍ مرحلې بشپړه اجرا او پایلو تر سرټکي لاندې
خپور شوی دی، په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د ملي پیوستون
پروګرام د خپل پیل راهیسې د افغانستان ۱۵.۴
میلیونه وګړي (یانې د کلیو د اوسیدونکو په سلو کې
۸۱ مه)تر پوښښ لاندې راوستي دي. د ۲۰۰۸ کال د
جنوری د میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې شا او خوا
۱۹۱۰۰ کلي دې پروګرام ته چمتو شوي دي او کابو
۱۸۳۰۳ د کلیو پراختیایي شورا ګانې په بریالیتوب
سره ټاکل شوې دي. تر ۳۱۳۹۶ څخه زیاتې د کلیو پروژې
په پوره یا قسمي توګه تمویل شوي دي چې له هغې ډلې
څخه تر ۱۵۱۱۱ څخه زیاتې پروژې بشپړې شوې دی. اوس
مهال د ملي پیوستون پروګرم د افغانستان په ۳۴
ولایتونو کې له ۳۶۴ ولسوالیو څخه په ۳۵۲ ولسوالیو
کې فعالیت لري.
د ملي پیوستون پروګرام د افغانستان د جمهوري دولت
له خوا د کلیو د پراختیایي پروژو د پېژندنې، پلان
جوړونې، ادارې او څارنې په هکله د افغانستان د
کلیو د توان د اوچتولو لپاره جوړ شو. دا پروګرام
په سیمه اييز حاکمیت کې د ټولو د ګډون، د کلیو د
بیاجوړنې او د بېوسۍ او خوارۍ د لږولو پر بنسټ
جوړ شوی دی.
په یاد شوي راپور کې په ډاګه شوې چې دې پروژې د
کلیو په کچه د سلا مشورو له لارې د پرېکړو د
میکانیزم په جوړولو سره سیمه اییزو ټولنو ته ځواک
ورپه برخه کړی دی. دې پروګرام د خلکو د استازي
مشرتابه څخه د کلیو تر منځ او همدارنګه د کلیو او
دولت او مرستندویه ادارو تر منځ د اړیکو د بنسټ په
څېر کار اخستی دی. د ملي پیوستون پروګرام سیمه
اییزه بیا جوړونه، پرمختیا او د ظرفیتونو وده د
پراختیایي مالي وجهو له لارې تمویل کړي دي.
"نوموړی
راپور دا ښیي چې د ملي پیوستون پروګرام د بېوسۍ په
ټیټولو او د سیمه اییز حاکمیت په پیاوړتیا او د
کلیو په ځواکمنتیا کې د پام وړ پر مختګ کړی دی."
دا مطلب
جلالتمآب محمد احسان ضیأ،
د کلیو د بیارغونې
او
پراختیا وزیر
یاد کړ او زیاته یې کړه چې
"
تر اوس مهاله پورې لاس ته راغلی پرمختګ او پاته
لوې چارې دا ښیي چې نړیوالو مرسته ته اړتیا شته ده
ترڅو د ملي پیوستون پروګرام او کلي وکولای شي چې
هغه اغېزناک کار ته چې مونږ پیل کړی دی، ادامه
ورکړي."
د ملي
پیوستون د پروګرام په لمړۍ مرحله کې چې د ۲۰۰۳ کال
د ډسمبر د میاشتې څخه د ۲۰۰۷ کال تر مارچ پورې
پلي شو، نوموړي پروګرام د امنیتي ستونزو، د
افغانستان په کلیو کې د مسلکي پوهې د ټیټ والي او
د مالي وجهو د ځنډ سره سره د پام وړ لاس ته راوړنې
درلودلې دي. د ۲۰۰۳ کال د ډسمبر د میاشتې څخه د
۲۰۰۷ کال تر مارچ پورې، شا او خوا ۱۶۵۰۲د کلیو
پراختیایي شوراګانې دنارینه او ښځینه وو له خوا د
پټو رایو له لارې ټاکل شوې دي چې پدې توګه د ملي
پیوستون د پروګرام پوښښ د هېواد د کابو ۲۴۰۰۰
کلیو په دریو کې دوه برخو ته رسېدلی دی. په مجموعي
توګه ۲۲۴۵۸ فرعي پروژې چې د کلیو د ۱۲۲۷۰
پراختیایي شوراګانو له خوا وړاندې شوې وې، په
منځنۍ توګه د هرې شورا لپاره د ۲۳۱۲۱ امریکایي
ډالرو په واسطه تمویل شوې دي.
"
د
افغانستان په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره د ملي
پیوستون پروګرام د ټولو د مشورو له لارې د پرېکړو
یو رسمي چوکاټ وړاندې کړ تر څو د کلیو په کچه د
دولت د اداري سیسټم د یوې برخې په حیث پلي شي."
دا
مطلب
مریم
شېرمن چې په افغانستان کې د نړیوال بانک مشره ده،
څرګند کړ او زیاته یې کړه چې
"د ملي پیوستون د پروګرام
څخه مخکې ښځو اجازه نلرله چې د کلیو په ارګانونو
کې برخه واخلي او په دې توګه د هېواد نیمايي کسان
د کلیو د چارو په هکله د څه ویلو څخه بې برخې وو.
د کلیو د پراختایی شورا ګانو په معرفي کولو سره د
ښځو مساوي استازیتوب هڅول کیږي او په منځنۍ توګه د
پراختیایی شورا ګانو ۳۵ په سلو کې ښځینه دي.
"
د
همکارو مؤسسو د یوې ډلې په آند، ددې پروګرام د
ډیزاین لویې ګټې دا دي چې وجهې په مستقیمه توګه
کلیو ته لېږدول کیږي، په پروژو باندې د خلکو د
کنټرول یو قوي احساس منځ ته راځي او د پټو رایو له
لارې ډیموکراتیکې ټاکنې ترسره کیږي چې د هغې له
لارې خوار او څنډې ته پاته کسان د پرېکړو په پروسو
کې ګډون کوي.
نړیوال بانک د ملي پیوستون د پروګرام عمده تمویل
کوونکی دی چې ۳۰۶ میلیونه ډالره مرسته یې ورسره
کړې ده. نورې سرچینې یې د افغانستان د بیا جوړونې
صندوق (۲۱۶ میلیونه امریکايي ډالره)، د جاپان د
ټولنیزې پرمختیا صندوق او څو دوه اړخیزه
مرستندویان دي.
د
پروګرام د بشپړتیا راپور د پروژې د بشپړېدو پر
مهال جوړ شوی دی او ښیي چې پروژې د پلي کېدو له
مرحلې څخه د فعالیت مرحلې ته ځي. د نوموړي راپور
له لارې د پروژو د موخو او پایلو د لاس ته راوړنې
کچه د هغو له سندونو سره سم ارځول کیږي. همدارنګه
د پروژې نورې پایلې او د پام وړ اغېزې، د پروژې د
دوام امکانات، د نړیوال بانک او پوروړي هېواد
اجراات په خاصه توګه د ساتندویه چارو او د نوموړي
بانک د کاري پالیسیو په هکله څېړل کیږي. سر بېره
پردې، دا راپور د نوموړو ارځونو د سپیناوي په هکله
اطلاعات او تحلیلات لري او د پروګرام د پلي کېدو
په هکله لاس ته راغلې تجربې ښیي. د نوموړي راپور
لپاره د نړیوال بانک سایټ کتلای شی. www.worldbank.org
د
کلیو د بیا رغونې او پراختیا د وزارت په هکله د لا
زیاتو مالوماتو لپاره لاندې سایټ وګوری:
www.mrrd.gov.af/nsp
په
افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو په هکله د
لازیاتو مالوماتو لپاره لاندې سایټ کتلای شی:
www.worldbank.org.af
د رسنیو د تماس مرجع ګانې:
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت
اجمل پیمان (93)
700652860
apn@mrrd.gov.af
|