|
د شكر درې سړك له
شمالي لويې لارې سره وصل شو
كابل، د قوس ۱۳مه ۱۳۸۶:
د
كابل
ولايت د شكرې درې ولسوالۍ سړك چې ساختماني كار يې
د اروپايي اتحاديې په مالي مرسته
د
كليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د
كليو
ته د سړك جوړونې ملي پروګرام له خوا بشپړ شوى دى د
دې پروګرام مشر، ښاغلي انجنير
خليل
الرحمٰن له خواپرانيستل شو. په دې محفل كې به كليو
ته د
سړك جوړونې پروګرام
NRAP
او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو ادارې
UNOPS
چارواكي، د اروپايي كميسون هيئت او ولايتي او محلي
پرمختيايي شوراګانو مشران او د سيمې نور مخور
ګډون وكړي.
دا سړك چې د
4.5
كلومترو په اوږدوالي د شكردرې له ولسوالي څخه د
كابل او پروان ترمنځ پرتې لويې لارې پورې غځيدلى
دى
8094
كاري ورځو تر څنګ يې
13000اوسيدونكو
ته اقتصادي او ټولنيزې ګټې برابرې كړي دي. دغه سړك
د
290678
امريكايي ډالرو
( 14533917 افغانيو) په بيه د اروپايي اتحاديې په
مالي مرسته رغول شوى دى.
دغه سړك چې د دومه درجه قيراچونېDBST
په ميتود رغول شوى دى د يوه منځني ترافيكي كليوال
سړك په توګه به د سپكو بار وړونكو او سپرليو موټرو
لپاره د كارونې وړ وي.
د سړك د پرانستې پر مهال ښاغلى انجنير خليل
الرحمٰن وويل "سړكونه كلي او ښارونه سره تړي او
كورنيو بازارونو او ټولنيزو خدماتو ته لاسرسى
اسانه كوي، دا سړك به هم د دې ولسوالۍ د اوسيدونكو
پر ژوند مثبته اغېز وښندي."
د شكر درې ولسوالۍ يوه اوسيدونكي خان آقا، چې د
پرانستې په محفل كې يې ګډون كړى و، وويل "د دې سړك
له جوړېدو مخكې موږ بازار ته د لاسرسي له پلوه له
زياتو ستونزو سره مخامخ وو او د ترانسپورت بيه هم
ډېره لوړه وه. د دې سړك له پرانستلو سره به موږ
وكولى شو په اسانۍ او ټيټه بيه كورنيو ماركيټونو
ته تګ راتګ وكړو."
كليوالو ته د سړك جوړونې ملي پروګرام
NRAP
چې د كليو بيا رغاونې او پراختيا وزارت او عامه
ګټو وزارت له خوا په ګډه پرمخ بيول كيږي له پيله
يې تر اوسه ۹۵۰۰ كيلومتره سړكونه جوړ كړي او يا
بيا رغولى دى.
|