|
ګده پريكړه ښه
لاسته راوړنه
کابل(02/06-1386
):-
د
كليو پراختيا او بيارغونې وزير محمد احسان ضيا
د يوي غونډي په ترڅ كې د كابل ولايت د ميربچه
كوت په ولسوالي كې د يو نسايې او ولادي كلينيك
د بنسټ دبړه كيښودله و.
دغه كلينيك د اووه ديرشو 37 كليوالي پرمختيايې
شورا ګانو لخوا د 9 مليونو او شپږ شو وه پنځوس زرو
افغانيو په لګښټ د كليو پراختيا او بيارغونې وزارت
د ملي پيوستون لخوا جوريږي د كليو پراختيا او
بيارغونې وزير محمد احسان ضيا په دغه غونډه كې
وويل: د پرمختيايې كليوالي شوراګانو جوړول د ملی
پيوستون د پروګرام ښه لاسته راوړنه ده او ددغي
لاسته راوړني روښانه مثال ددغو ۳۷ كليوالي
پرمختيايي شوراګانو ګډه پريكړه او د كليوالو
اوسيدونكو د لومړيستوبونو په پام كي نيول او دهغه
په حل كي د ګډي پريكړي كول موږ په سترګو ګورو.
احسان ضيا زياته كړه د افغانستان دولت او د كليو
پراختيا او بيارغوني وزارت زياد باشي ترڅو سرك،
كلينيكونو، مكتبونو، او داسي نوري ټولګټي پروژي
جوړي كړي تر ځو كليو او ترمنځ واټن كم كړي او
يو نوي ټولنيز او اقتصادي خوځښت د كليوالو پرووند
كي را پيدا كړي.
ددغي پروژي جوړول چي 24 خوني لرئ او په راتلوونكي
پنځو مياشتو كي بشپړيږي . ددغه كلنيك په جوړولو
سره به نه تنها د مربوطه ولسوالي اوكليو روغتيايي
ستونزي حل شي بلكي د ګاونډي ولسواليو اوسيدونكو
روغتيايي ستونزي به هم حل شي د ميربچه كوت ولسوالي
د پرمختيايي شورا رئيس مير غلام وويل: د
ترانسپورتي ستونزو او لري واټن له امله زموږ د
كليو اوسيدونكو خپل ناروغان په مناسب وخت روغتون
ته ورشوي څكه ډيري داسي پيښي وشوي چې زموږ او
ميندواري مندي روغتون راتګ په حال كې خپل ماشومان
نقصان و مومي او له منځه لاړشي.
جيلاني زياته كړه:موږ د كليوالو اوسيدونكو د
ستونزو به له منځه وړلو ۳۷ كليوالي پرمختيايې
شوراګانو يوځاي شوي تر څو د روغتيايې نسايې ولادي
كلنيك د جوړلو پيشنهاد مو د كليو پراختيا او بيا
رغونې وزارت ته وړاندي كړ موږ په ګده سره دا كار
وكړ ددغه كلينيك په جوړولو سره به زموږ د ميندو او
ماشومانو د مرګ كچه انشا الله له منځه لاړه شي او
د همدي لاري به په مناسبه توګه طبي درملته وشي.
د كليو پراختيا او بيارغوني وزارت په دي توانيدلي
دي ترڅو د خلكو په مرسته د ۳۰ ديرشو زرو ټولګټو
پروژو زياته شميريې بشپړ شوي چې د كليوالو په ژوند
كې يې مثبت بدلونونه راوستي دي.
|